جاپان او اسیايي پراختیایي بانک افغانستان کې خپل فعالیتونه لا پراخوي

جاپان او اسیايي پراختیایي بانک افغانستان کې خپل فعالیتونه لا پراخوي افغانستان
اسیایي پراختیایي بانک

د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې کابل کې د جاپان سفیر تاکایو کورومیا او اسیا پراختیایي بانک مشر ډیویډ جي هیل د یاد وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر سره کتلي دي.

د یاد وزارت د خبر له مخې ښاغلي زبیر د جاپان سفارت او اسیا پراختیایي بانک له ګټورو او اغېزمنو فعالیتونو هرکلی کړی او اړوند برخو کې یې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ ورکړی.

بلخوا دې کتنه کې د جاپان سفیر او اسیايي پراختیایي بانک مشر په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د لا پراختیا خبر ورکړی.

جاپان او اسیايي پراختیایي بانک داسې مهال افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د زیاتېدو خبر ورکوي، چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان پر بانکي سیسټم درانه تحریمونه لګولي دي.

تړلي موضوعات