د اسلامي همکاریو سازمان سالنګ کې ستر جامع جومات جوړوي
د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید العیاش د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې افغانستان کې د یاد سازمان له لوري د ټولګټو پروژو پلي کېدو خبرې کړې دي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې ښاغلي العیاش د پروان ولایت سیمه ییزې ادارې په غوښتنه سالنګ ولسوالۍ کې د یو جامع جومات د جوړولو لپاره د امکاناتو لټولو خبر ورکړی دی.
وزارت زیاتوي، دغه جومات چې ټولې اسانتیاوې به ولري په یو وخت به د ښځینه وو په ګډون د ۳۵۰۰ مسافرو د ځای کېدو وړتیا ولري.
نوموړي همداراز دې کتنه کې ډاډ ورکړی، چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي به افغان کډوالو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر د کډوالو دایمي ستونزو حل لپاره د کډوالو استوګنیزو ښارګوټو په رغولو ټینګار کړی او دې برخه یې د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د ټولو مرستندویه ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.
نوموړي ټولګټو پروژو ته په اشارې ویلي، ولس ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو سازمان د مرستو او ملاتړ د دوام غوښتنه کړې.