د افغانستان برېښنا شرکت: د تولیدي برېښنا برخه کې د ۹۰۰ مېګاواټه پروژې ډیزاین شوې

د افغانستان برېښنا شرکت: د تولیدي برېښنا برخه کې د ۹۰۰ مېګاواټه پروژې ډیزاین شوې افغانستان
انځور ارشیف

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر وايي، افغانستان چې دا مهال له ۲۵۰ تر ۲۸۰ مېګاواټه په کور دننه تولیدي برېښنا لري، همدې کم تولید ته په کتو یاد شرکت په تېرو شپږ میاشتو کې د هېواد لپاره د تولیدي برېښنا برخه کې د ۹۰۰ مېګاواټه پروژې ډیزاین کړې دي.

 نوموړي ویلي، دغه پروژې به د هېواد په مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې عملي کیږي، چې په مټ به یې صنعت برخه کې انقلاب رامنځته او هغه فابریکې، چې د برېښنا د نشتون له کبله تړل شوې له برېښنا برخمنې کیږي.

 نوموړي زیاته کړې، د دغو پروژو له عملي چارو له بشپړېدو وروسته به د هېواد صنعتي پارکونو، تجارتي ځایونو او په لسګونه زره کورنۍ له پاکې برېښنا برخمنې شي.

 ښاغلي عمر دا څرګندونې د دغه شرکت له لوري په خپره شوې ویډیو کې کړې دي او زیاته کړې یې ده، چې د ډیزاین شویو پروژو عملي چارو له پیلېدو سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

 نوموړي له نړېوالو او کورنیو پانګوالو د دغه سکټور پرمختګ په موخه د پانګونې غوښتنه کړې او زیاته کړې ده، چې اسلامي امارت شفافیت او حساب ورکونې ته ژمن نظام دی او دا یې یو فرصت بللی دی.

 هېره دې نه وي، چې دا مهال د افغانستان ډېره برخه برېښنا له نورو هېوادونو را واردېږي او مسؤلینو څو ځله ټینګار کړی دی، چې هېواد به د برېښنا له درکه پر ځان بسیا کړي.

تړلي موضوعات