د ځاځي اریوب تفریحي سیمه د لا ښکلا په موخه په قرارداد ورکړل شوه
د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې تفریحي سیمه، چې په دې وروستیو کې یې د سېلانیانو پام ځان ته اړولی نن د اسلامي امارت د مسؤلینو په شتون کې یوه ملي پانګوال ته په قرارداد ورکړل شوه.
پکتیا کې د حریت راډیو خبریال د استول شویو معلوماتو په بنسټ، د قرارداد له مخې به قراردادي شرکت په دغه تفریحي سیمه کې پاتې ټول اړین خدمات او سهولتونه په راتلونکو شپږو کلونو کې بشپړوي.
دغه قرارداد چې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۲ کلونو لپاره شوی له مخې به یې په راتلونکو شپږ کلونو کې لوی جومات، هوټل، ۷ کیلومتره سړک پخول، لویې هټۍ، د لوبو منظم ځای او یو شمېر نور اړین خدمات چمتو کوي.
د معلوماتو پر بنسټ، یاد پانګوال چې میلیونونه افغانۍ پانګونه کوي هر کال به ۲ میلیونه افغانۍ د دولت بودیجې ته هم جمع کوي.
د یادونې ده، چې ځاځي اریوب د پکتیا ولایت یوه غرنیزه ځنګلي ولسوالۍ ده، چې د ځانګړې طبیعي ښکلا له امله ورته هر کال سلګونه زره سېلانیان ورځي.