سهیل شاهین: ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت حق دی
قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین رسنیو ته په استول شوي غږیز کلیپ کې اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سپارل یوه اړتیا او د اوسني حکومت حق بللی دی.
نوموړي د اسلامي امارت استازي ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سپارلو په اړه خبرو اترو کول نېک ګام بللی.
ښاغلي شاهین ویلي، په ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت استازي په درلودلو سره کولی شي د افغانستان په اړه بېلابېلو مسائلو ته حل لار ولټوي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان په اړه یوه طرحه چمتو شوې وه، چې د کارپوهانو په باور ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته سپارل احتمال لري د دې طرحې برخه وي.