د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات: له خلکو سره ښه چلند وکړئ، څو له عدلي او قضايي ارګانونو زړه توري نه شي

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات: له خلکو سره ښه چلند وکړئ، څو له عدلي او قضايي ارګانونو زړه توري نه شي افغانستان
خوست ته د سترې محکمې رئیس سفر

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د خوست ولایت مرافعې محکمې مسئولینو سره کتنه کې ویلي، چې له خلکو سره ښه چلند وکړئ، څو هغوی له عدلي او قضايي ارګانونو زړه توري نه شي.

د سترې محکمې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي قاضي القضات دې کتنه کې ویلي، د ابتدائیه محکمو مسئولین باید هڅه وکړي، چې د خلکو موضوعات د شریعت مطابق، د فرامینو اصولو او متحد المال مطابق حل او فصل کړي، څو صادر شوي احکام د لوړو محاکمو له لوري نقض نه شي.

بلخوا د خوست مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د محاکمو فعالیتونو، بندیانو وضعیت او نورو عدلي او قضايي ارګانونو سره د همغږۍ په اړه د سترې محکمې رئیس ته معلومات ورکړي او ډاډ یې ورکړی، چې ټولو دوسیو ته پر وخت رسېدنه شوې او په ټول توان به د قضیو حل لپاره هڅې وکړي.

د سترې محکمې رئیس داسې مهال خوست ته سفر کړی، چې تر دې وړاندې یې د بادغیس، هرات، فراه، هلمند، زابل او نیمروز ولایتونو ته د سفر پر مهال د یادو ولایتونو محاکمو وضعیت ارزونه هم کړې وه.

تړلي موضوعات