د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پلاوی قطر ته تللی
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار په مشرۍ پلاوی قطر ته تللی.
د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي، له ښاغلي همکار سره دې سفر کې د یاد معینیت ځینې رئیسان هم ملتیا کوي.
د دې سفر په ترڅ کې به ملا عبدالحق اخوند د قطر د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسئولینو سره د نشه یي توکو د کنټرول برخه کې د ګډو هڅو پر اساس د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړي.
دغه سفر داسې مهال کیږي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هم قطر ته په سفر تللی او د یاد هېواد چارواکو سره یې په بېلابېلو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.