اقتصادي معاونیت: د شبرغان- الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې

اقتصادي معاونیت: د شبرغان- الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا
اقتصادي مرستیال د افغان انوېسټ شرکت مسئولینو سره کتلي

د افغان انوېسټ خصوصي شرکت مسولینو نن له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سره په کتنه کې ویلي، چې د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.

اقتصادي معاونیت وايي، په دغه لیدنه کې د دښت الوان سب سټېشن د پراختیايي چارو او همدار راز د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان د کاري پرمختګونو راپورونه شریک شول.

ناسته کې د یاد شرکت مسولینو ویلي، د غور تولک ولسوالۍ د سرب او جستو کان سروې بشپړه او اوسمهال یې په ابتدايي ډول اکتشاف پيل کړی، چې له ۲۰۰ زیات هېوادوال پکې په کار مصروف دي.

د ناستې په پای کې اقتصادي مرستیال د یاد شرکت لخوا ترسره شویو کارونو خوښي ښودلې او د لا همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

تړلي موضوعات