د کابل بره کي څلور لارې کې هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړېږي

د کابل بره کي څلور لارې کې هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړېږي بیارغونه او پراختیا
د کابل ښاروالۍ له لوري په بره کي څلور لارې جوړېدونکی هوایي پل

د کابل ښاروالۍ وايي، د ښاري زېربناوو ریاست د ګڼې ګوڼې ستونزې ته د حل لارو چارو د موندلو په موخه تر څېړنو وروسته، د کابل بره کي په څلورلارې کې له نړېوالو معیارونو سره برابر د موټرو د تګ راتګ هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو طرحه او ډیزاین بشپړ کړی او چارې به یې راتلونکې اونۍ پیل شي.

سرچینه زیاتوي، دغه پروژه چې له ځانګړي اهمیت برخمنه ده په بشپړېدو سره به یې یاده سیمه کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او پلازمېنه به یې په مټ د تل پاتې ښکلا څخه برخمنه شي.

کابل ښاروالۍ مسؤلینو ویلي، د یاد پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړولو چارې به په دوو کلونو کې سرته ورسېږي.

بره کي څلور لارې چې د کابل یو له لویو څلور لارو ګڼل کیږي وخت ناوخت پکې د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته او تر ساعتونو د لارې بندېدو لامل ګرځي چې اوس یې اسلامي امارت د حل لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

تړلي موضوعات