د کاسا زر پروژې چارو د چکټیا په موخه هوکړې لاسلیک شوې

د کاسا زر پروژې چارو د چکټیا په موخه هوکړې لاسلیک شوې سوداګرۍ او اقتصاد
د کا ۱۰۰۰ پروژې د چارو چټکتیا لپاره هوکړې لاسلیک شوې

د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناستې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت پلاوي او قرغزستان، تاجکستان او پاکستان هېوادونو د برېښنا وزیرانو ترمنځ د یادې پروژې د چارو چټکتیا په موخه یو شمېر هوکړې لاسلیک شوې دي.

یاد شرکت ویلي، دې سره به د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پاتې کارونه لا چټک شي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیه رئیس په مشرۍ پلاوی د کاسا ۱۰۰۰ پروژې ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی.

د تاجکستان په کوربه‌توب دغې ناسته کې د افغانستان، قرغزستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو هم کډون کړی، چې د یادې پروژې پر اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو حل لارو او راتلونکو پلانونو خبرې شوې.

د افغانستان له لارې تېرېدونکې کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سویلي اسیا ته د برېښنا لېږد تر ټولو ستره د ګډو اقتصادي ګټو پروژه ده.

تړلي موضوعات