د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړنی سوداګریز فورم پرانېستل شو

د افغانستان او روسیې ترمنځ لومړنی سوداګریز فورم پرانېستل شو سوداګرۍ او اقتصاد
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ فورم پرانېستل شو

د افغانستان ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند او د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک د کازان نړېوال اقتصادي فورم څنډه کې د افغانستان او روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانېستی.

 اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند د یاد سوداګریز فورم د پرانېستي پرمهال ویلي، اسلامي امارت د بنسټیزو پروژو پر پیل سربېره د سوداګرۍ پراختیا ته هم پاملرنه کړې او غواړي د سیمې لرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

 ښاغلي برادر په خپلو خبرو کې د له روسیې او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا په موخه د سالنګ دوهم تونل د جوړېدو لپاره له خپل لوري د چمتووالي خبر ورکړی.

 بلخوا د روسیې لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک ویلي، روسیه د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفداره ده چې دا د ټولې سیمې په ګټه ده.

 اوير چوک ویلي، د کازان ناسته کې د اسلامي امارت پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او د اقتصادي مسایلو پر مخ بیولو ته چمتو دي.

 نوموړي زیاته کړې روسيه افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید او د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو او ټرانسپورټي وسایلو تولید او سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو برخو کې ګډ کار ته چمتو ده.

 دکازان ۱۶م نړېوال اقتصادي فورم ناسته د روسیې کازان ښار کې دوام لري.

تړلي موضوعات