غزه کې د اطلاعاتو مرکز: اشغالګرو د خوراکي توکو وېش ۶۸ مرکزونه ویجاړ کړي
غزه کې د حکومت د اطلاعاتو دفتر خبر ورکړی، چې اشغالګر ځواکونو د جګړې له پیل راهیسې د لوږې حاکمولو په موخه د خوراکي توکو وېش ۶۸ مرکزونه ویجاړ کړي دي.
الجزیرې ټلوېزیون د یاد دفتر له قوله راپور ورکړی، چې اشغالګر ځواکونه غزه کې خواړه د جګړې د وسیلې په توګه کاروي.
راپور ویلي، غزه کې په روان حالت دومداره نړېواله چوپتیا د بې دفاع کلابند شویو خلکو ورو ورو وژلو کې د ګډون مانا لري.
راپور زیاتوي فلسطینیان د غزې له شمالي تړانګې هغو سیمو ته تښتي، چې د دوی په باور خوندي دي، ځکه اسرائیلو د استوګنې په سیمو هم پراخې بمبارۍ پیل کړې دي.
د غزې رسنیو مرکز داسې مهال دغه خبر ورکړی، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوترش پر غزې د لوږې او کلابندۍ پالیسي د نړېوال قانون سپکاوی بللی.
نوموړي زیاته کړې غزه کې د فلسطینیانو وضعیت د بیان له ژبې پورته، له وحشت ډک او غیر انساني دی.