د امریکا دوو ایالتونو کې بړبوکۍ ۲۵ کسان مړه کړل
دغه بړبوکۍ چې د امریکا کنتاکي او میزوري ایالتونه یې ځپلي، درانه مالي زیانونه هم لري.
سي اېن اېن تلویزیون د راپور له مخې، د مړو له ډلې ۱۸ تنه په کنتاکي او ۷ تنه په میزوري ایالت کې دي.
دغه بړبوکۍ د جمعې په ورځ وروسته له غرمې رالوتې وه، چې له امله یې سختې ویجاړۍ رامنځ ته شوې دي.
راپور کې د سرچینو په حواله راغلي، چې وروستیو بادونو او بړبوکۍ له امله زرګونه ودانۍ زیانمنې شوې او د امریکا ۱۲ ایالتونو کې د نږدې ۴۶۰ زره کورونو برېښنا هم پرې شوې ده.
سرچینه وايي، د کنتاکي ایالت کې د ۱۰ تنو ټپیانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
امریکايي رسنیو پرون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې د وروستۍ بړبوکۍ له امله دمیزوري ایالت اړوند سېنټ لوئیس ښار کې ۵ زره کورونه زیانمن شوي او ۳۵ کسان ټپیان دي.