افغانستان یوه روسي شرکت سره د نفتو استخراج قرارداد لاسلیک کړی
د اسلامي امارت چارواکو د روسیې کازان اقتصادي فورم څنډه کې د روسیې انتیکوي شرکت سره د نفتو استخراج او پروسس تړون لاسلیک کړی.
د روسیې ریانویستۍ اژانس د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قوله ویلي، د دې قرارداد له مخې د روسیې انتیکوي شرکت به افغانستان کې د نفتو د پروسس کارخونه هم جوړوي.
بلخوا افغانستان کې د روسیې سوداګریز مرکز رئیس رستم حبیبولین یاد اژانس سره خبرو کې ویلي، انتیکوي شرکت به ډېر ژر افغانستان کې د نفتو د استخراج چارې پیل کړي.
د یادونې ده، چې دا لومړی ځل دی روسیه افغانستان سره د نفتو د استخراج او پروسس تړون لاسلیکوي.