پر غزې تېرې شپې بریدونو کې د یحیی سنوار ورور شهید شوی
فلسطین کې د رسنیو مرکز تازه ویلي، پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونو کې د حماس مخکېني شهید مشر یحیی سنوار ورور دوکتور زکریا سنوار له درې زامنو سره یو ځای په نصیرات سیمه کې شهید شوی.
یاد مرکز وايي، دوکتور زکریا د غزې اسلامي پوهنتون کې د تاریخ څانګې استاد و.
الجزیرې په یوه راپور کې د سرچینو په حواله ویلي، د نن یکشنبې ورځې له سهاره د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۱۲۵ تنه فلسطینیان شهیدان شوي، چې له ډلې یې ۵۵ د غزې ښار او شمالي تړانګې څخه دي.
پر غزې د اسرائیلو له لوري بریدونه داسې مهال زیات شوي، چې قطر کې د منځګړو له لوري د اسرائیلو او حماس جهادي غورځنګ ترمنځ د سولې خبرو اترو نوی پړاو پیل شوی.