جوبایډن د پروستات په پرمختللي سرطان اخته شوی
د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن دفتر تېره ورځ خبر ورکړی، چې نوموړي د پروستات په پرمختللي سرطان اخته شوی دی.
یاد دفتر ویلي، د بایډن د ناروغۍ وروستی تشخیص د جمعې په ورځ بولو کې د صحي معایناتو د ترسره کولو وروسته تائید شوی چې ډول یې ګواښوونکی او یرغل کوونکی سرطان دی.
د بایډن دفتر زیاته کړې، نوموړی او کورنۍ یې ډاکټرانو سره تر درملنې لاندې دي.
بلخوا د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې ویلي، نوموړی او مېرمن یې د دې خبر له اورېدو متاثره شوي دي.