اسرائیلو غزې ته د خوراکي توکو د پرېښودو اعلان کړی

اسرائیلو غزې ته د خوراکي توکو د پرېښودو اعلان کړی نړۍ
غزې ته د بشري مرستو رسولو لړۍ پیل شوه

د اسرائیلو لومړي وزیر دفتر پر غزې د صهیونېست رژیم له لوري د نویو ځمکنیو عملیاتو له پیلېدو وروسته د یوې خبر پاڼې له مخې ویلي، چې غزې ته د خوراکي توکو اجازه ورکوي.

رويټرز خبري اژانس د راپور په بنسټ، یاد دفتر دغه خبر پاڼه پرون یکشنبه خپره کړې او ویلي دي، چې کلابندي به نور سخته ونه نیسي او محدود خوراکي توکي به غزې ته ور پرېږدي.

راپور کې زیاته شوې، چې صهیونېست رژیم غزه کې د خوراکي توکو د بندیز او قحطۍ له امله له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی.

غزې ته د خوراکي توکو پرېښودو او اوربند په موخه د حماس جهادي غورځنګ او اسرائیلو ترمنځ په قطر کې غیري مستقیم مذاکرات روان دي خو تر دې دمه د دغو خبرو د پایلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

پر غزې د اسرائیلو له لوري د مارچ له دویمې نېټې راهیسې کلابندي پیل شوې چې په مهال لسګونه تنه د لوږې له امله مړه شوي دي.

هېره دې نه وي، چې صهیونېست رژیم پر غزې د کلکې کلابندۍ سربېره هوايي بریدونو ته هم زور ورکړی دی روغتیا پالانو اژانس ته ویلي، یوازې د تېرې ورځې په بریدونو کې ۱۳۰ تنه شهیدان شوي دي.

تړلي موضوعات