اسرائیلو ته د ناټو درې هېوادونو ګواښ؛ که پر غزې بریدونه دوام وکړي بندیزونه به پرې ولګوي

اسرائیلو ته د ناټو درې هېوادونو ګواښ؛ که پر غزې بریدونه دوام وکړي بندیزونه به پرې ولګوي نړۍ
انځور ارشیف

پر غزې تړانګې د اسرائیلو د نوي پوځي عملیاتو له امله چې په تېرو څو ورځو کې یې سلګونه فلسطینیان شهیدان کړي پر اسرائیلو نړېوال فشارونه زیات شوې دي.

د اسرائیلو له لوري همدې سختو بریدونو ته په کتو برېټانیا، فرانسې او کاناډ ګواښ کړی که پر غزې د صهیونېست حکومت له لوري نوي بریدونه ونه دریږي او غزې ته د مرستو د ننوتلو مخنیوي وشي نو پر اسرائیلو به بندیزونه ولګوي.

سي اېن اېن ټلویزیزون د راپور په بنسټ، د ناټو دغو درې غړو هېوادونو مشرانو دغه ګواښ پرون دوشنبه کړی دی.

خو د اسرائیلو لومړي وزیر بیا یادو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، په دې شرط به جګړه ودروي، چې حماس بندیان خوشې او تسلیم شي، هغه څه چې حماس تل رد کړي.

د اسرائیلو امنیتي کابینې غزه کې د حماس جهادی غورځنګ د له منځه وړلو او د پاتې بندیانو د خوشې کېدو په موخه یې د مۍ په پنځمه پر غزې د ځمکنیو عملیاتو پیلېدل تصویب کړل.

راپور کې راغلي، تصویب شوي عملیات د تېرې جمعې په ورځ پیل شوي او تازه د صهیونېست پوځ وایي، چې ځواکونه یې پرون د غزې شمال او جنوبي برخو ته رسېدلي.

غزه کې د روغتیا وزارت پرون ویلي و، چې د اشغالګرو د پرلپسي هوایي بریدونو په مهال په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۵۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تړلي موضوعات