د نړېوالۍ بدنامۍ او که د فشارونوله وېرې؟ اسرائیل غزې ته مرستي ور پریږدي

د نړېوالۍ بدنامۍ او که د فشارونوله وېرې؟ اسرائیل غزې ته مرستي ور پریږدي نړۍ
غزې ته د بشري مرستو رسولو لړۍ پیل شوه

د اسرائیلو بهرنیو چارو وزیر ایدان بارتال تېره ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، تر راتلونکو ورځو به غزې ته د لسګونو لاریو د ننوتلو اجازه ورکړي.

ها خوا د اسرئیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، په اسرائیلو نړېوال فشار سرې کرښې ته د نږدې کېدو له کبله دوی اړ دي غزې ته د مرستو لېږد ته اجازه ورکړي.

نتنیاهو دغه چاره د غزې جګړه کې د امریکا ملاتړ درلودلو لپاره یوه اړتیا بللې.

هغه څرګنده کړه چې د امريکا د سنا هغو غړو چې له کلونو راهيسې د اسرائيلو ملاتړ کوي، ورته ويلي چې: «د لوږې صحنې د اسرائيلو لازم ملاتړ کموي او اسرائيل «سره خط» ته نږدې کوي، چې بيا به وضعيت زموږ له کنټروله وتلی وي». 

د نتنياهو په وينا «له همدې امله او د دې لپاره چې جګړه وګټو، په يو ډول بايد ستونزه اواره کړو».

د اسرائيلو لومړي وزير په ورته وخت کې د ټولې غزې د نيولو ګواښ کړی دی.

 ورسره هممهال اسرائيلي پوځ د غزې په جنوب کې د خان يونس ښارګوټي له خلکو غوښتي دي چې په سمدستي توګه سيمه پرېږدي ځکه دوی د بې ساري بريدونو نيت لري.

نتنياهو وروسته له هغه د محدود کميت دغو مرستو پرېښودو ته اړ شو چې غزه کې د لوږې له امله د ناروين رامنځته کېدو په اړه نړيوال راپورونه خپاره شول.

د يادونې ده چې په وروستيو څو ورځو کې اسرائيلو له يوې مخې د فلسطيني بې ګناه ملکيانو وژلو ته بيا زور ورکړی او هره ورځ له غزې د لسګونو فلسطينيانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.

تړلي موضوعات