اروپايي ټولنې پر سوریې ټول بندیزونه لغوه کړل

اروپايي ټولنې پر سوریې ټول بندیزونه لغوه کړل نړۍ
اروپایي ټولنه

دغې ټولنې نن سې شنبه اعلان وکړ چې د دوی له لوري لګیدلي ټول بندیزونه لغوه دي.

دا بندیزونه د سوريې په اقتصادي سکتور سربیره د انرژۍ ، ټرانسپورټ او بانکې خدمتونو برخو کې وو.

اروپايي ټولنې همداراز ټینګار کړی، چې د اسد رژیم پورې تړلو بنسټونو او افرادو باندې به یې تحریمونه په ځای وي.

د اروپايي هېوادونو چارواکو د دې اقدام موخه د سوریې خلکو ملاتړ او د یاد هېواد بیا رغونې لپاره د اسانتیاوو برابرول یاد کړې.

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم سعودي عربستان ته د سفر پر مهال د سوریې نوي حکومت پر وړاندې د تحریمونو له لرې کولو خبر ورکړ، هغه پرېکړه چې د سوریې بهرنیو چارو وزارت یې هر کلی کړی.

تړلي موضوعات