د اسرائیلو د پوځ پخوانی مشر: د غزې ماشومانو وژنه د اسرائیلو پوځیانو لپاره ساتېری دی

د اسرائیلو د پوځ پخوانی مشر: د غزې ماشومانو وژنه د اسرائیلو پوځیانو لپاره ساتېری دی نړۍ
د غزې جګ د ماشومانو هدف ګرځول

د اسرائیلو د پوځ پخوانی مشر یائر ګولان له کان اسرائیلي ټلویزیون سره خبرو کې ویلي، اسرائیلي پوځیان په غزې تړانګه کې د ساتېرۍ په موخه ماشومان هدف ګرځوي.

ګولان د اسرائیلو اوسنی نظام ننګولی او ویلي دي، یو ډيموکراټيک حکومت ولسي وګړو سره جګړه نه کوي، ماشومان د ساتېرۍ لپاره نه وژني، قومونه او کورنۍ له خپلو ځایوو نه شړي.

د اسرائیلو د پوځ دې لوړ پوړي پخواني چارواکي او د ډيموکراټ ګوند مشر اسرائیلي دولت د منزوي کېدو په حال کې بللی دی.

د ګولان دغو څرګندونو د اسرائیلو لومړي وزیر په ګډون د  نورو بنسټونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

ګولان ویلي، د اسرائیلو حکومت کمزوری او له غچ اخیستونکو او بد اخلاقه پوځیانو ډک دی په خبره یې، دا به د اسرائیلو شتون ته ګواښ پېښ کړي.

هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې صهېونېست پوځیانو غزه کې د حماس جهادي غورځنګ د له منځه وړلو په موخه په نسل وژنې سربېره په خلکو لوږه تحمیل کړې او دغه ناوړه سیاستونو د ګڼو بهرنیو هېوادونو توند غبرګونونه راپارولي دي.

تړلي موضوعات