اسرائیلي وحشتونو ډېرېدو غبرګون کې بریتانیا اسرائیلو سره سوداګریزې خبرې وځنډولې

اسرائیلي وحشتونو ډېرېدو غبرګون کې بریتانیا اسرائیلو سره سوداګریزې خبرې وځنډولې نړۍ

د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ډیويډ لامي ويلي، چې اسرائيلو سره يې غزه کې د عملياتو له پراخولو وروسته د ازادې سوداګرۍ اړوند خبرې اترې ځنډولې دي.

بریتانوي حکومت دغه راز د اسرائيلو له لوري د عملياتو له پراخولو وروسته دې هېواد کې د اسرائيلو سفيره تزيپي هوټوويلي ورغوښتې ده او په دې اړه يې ورته خپله ناخوښي ښودلې ده.

د رويټرز خبري اژانس له راپور سره سم د انګلستان د بهرنيو چارو وزير ويلی: «د اسرائيلو د کړنو پر وړاندې تړلي لاسونه نه شو درېدی»، هغه دې ته اشاره کړې چې د غزې د جنګ اړوند د اسرائيلو تګلاره د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکو ته زيان رسوي.

لامي زياته کړې ده چې په مرستو بار ۹ زره لارۍ غزې ته د ننوتو انتظار باسي او نتنياهو بايد د غزې کلابندي لرې کړي.

انګلستان نن سه شنبه دا هم اعلان کړه چې د فلسطنيانو په ضد د تاوتريخوالي له امله يې لويديځه غاړه يا «الضفة الغربية» کې د اسرائيلو په ځينو مېشت ځايونو او ادارو بنديزونه لګولي دي.
دې حکومت ويلي، چې نوي بنديزونه يې ۷ موخې لري او د بشر حقوقو د سزاو د نړېوال نظام له مخې چمتو شوي دي.

د دې هېواد لومړي وزير کير سټارمر هم نن په اسرائيلو په نيوکه کې وويل چې غزه کې د کوچنيانو د کړاو کچه په مطلق ډول له زغمه پورته ده، هغه د اوربند اړوند خپله غوښتنه له سره وکړه.

له سټارمر وروسته د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون او د کاناډا لومړي وزير مارک کارني هم د اسرائيلو کړنې وغندلې، چې دا لومړی ځل دی چې اروپايي مشران په کې په اسرائيلو سختې نيوکې کوي.

دوی ګواښ وکړ که د نتنياهو حکومت نوي نظامي بريدونه و نه دروي او په لويه کچه بشري مرستو ته د ننوتو اجازه ور نه کړي، نو دوی به يې په ضد د پام وړ ګامونه پورته کړي. د اسرائيلو لومړي وزير دې څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

د اسرائيلو په ضد د اروپايي مشرانو دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د نتنياهو په مشرۍ اسرائيلي حکومت غزه کې په دې وروستيو ورځو کې د پخوا په پرتله په لا وحشي توګه د فلسطينيانو نسل وژنه ترسره کوي او هره ورځ د سلګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي. بل پلو د غزې د کلابندۍ له امله له ۱۴ زرو ډېر يوازې کوچنيان له مرګ سره لاس او ګرېوان دي.

تړلي موضوعات