ملګري ملتونه: غزه کې تر دې دمه هېڅ ډول مرستې نه دي وېشل شوې
د رویټرز خبري اژانس د راپور په بنسټ، ملګرونو ملتونو ویلي که څه هم غزې تړانګې ته د مرستو لارۍ ننوتلې خو تر دې دمه هېڅ ډول مرستې نه دي وېشل شوې.
د اژانس په خبره، جګړه چې اوس شلمې میاشتې ته غځېدلې غزه په کنډواله بدله شوې او مېشت خلک د لوږې له بحران سره مخ دي.
وروسته له هغې چې نړېوالو سازمانونو غزه کې د قحطۍ له امله خبرداری ورکړ اسرائیلو د روانې اونۍ په لومړیو ورځو کې غزې ته د محدودو مرستو ور پرېښودو اعلان وکړ او د روانې جګړې په زیاتوالي یې لا ټینګار درلود.
راپور کې راغلي، دغو جګړو د اسرائیلو او ګڼو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې او داسې ښکاري چې له ملاتړو سره یې هم اړیکې خړې پړې شوې.
په ورته مهال غزه کې روغتیا پالانو ویلي، پرون سه شنبه د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې شاوخوا ۵۵ کسان شهیدان شوي دي.