لغمان کې د بدیع الاباد کانال چارې بشپړېدو ته نږدې دي
د اوبو او انرژي وزارت خبر ورکړی، چې لغمان ولایت کې د بدیع الاباد کانال چارې ۹۵سلنه بشپړې شوې دي.
یاد وزارت وايي، چې دا کانال ۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د چارو په بشپړېدو سره به ۴ زره جریبه ځمکه خړوبه کړي.
یاده سرچینه زیاتوي، چې د دې کانال چارې د ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د «اېف. اې. او» مؤسسې په مالي لګښت د لغمان د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
د دې کانال د چارو نږدې بشپړېدو خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې د لغمان د اوبو او انرژي رئيس مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل د دغه ریاست تخنیکي سلاکار د بدیع الاباد کانال د چارو له بهیر څخه څارنه کړې او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د لا غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې کړې.