د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې لومړی فاز بشپړ شو
د اوبو او انرژي وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر ولایت د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې او د دې پروژې د دوهم فاز چارې پرانېستل شوې.
یاد وزارت وايي، چې د دغه بند د لومړي فاز دا پروژه تېر کال د اسلامي امارت له لوري د ۳۱میلیونه افغانیو په لګښت په لاره اچول شوې وه، چې اوسمهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او د دغې پروژې دوهم فاز د څه باندې ۳۵میلیونه افغانیو په لګښت پرانېستل شو، چې د پنځو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.
د دې پروژې دوهم فاز چارو پیلېدو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي شیخ ضیا الرحمن مدني او د کابل عمومي حوزوي رئيس انجنیر عارف مومند په ګډون ګڼو ځايي مسؤلینو ګډون کړی وو.
یاده دې وي، چې د خروار بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.