بدخشان پوهنتون کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې پیل شوې

بدخشان پوهنتون کې د ۲۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې پیل شوې بیارغونه او پراختیا

د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت وزیر شیخ ندا محمد ندیم د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په بدخشان پوهنتون کې دوه مهمې پروژې پرانېستې دي.

یاد وزارت وايي، چې په دې پروژو کې د هېواد په کچه د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د يو ستر تدريسي روغتون جوړېدل شامل دي چې زده کړېالانو ته به د عملي زده کړو تر څنګ د بدخشان ولایت ولسونو ته معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

وزارت زیاتوي، چې دغه راز بله پروژه د بدخشان پوهنتون طب پوهنځي لپاره د ۶۰میلیونه افغانیو په ارزښت د تدريسي او اداري بلاک جوړېدل دي، چې معياري درسي ټولګي، اداري خونې او نورې اړینې اسانتیاوې به ولري.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د بدخشان ولسونو ته د روغتيايي اسانتیاوو رامنځته کولو او طبي لوړو زده کړو پراختیا په موخه د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی هم منظور شوی و.

تړلي موضوعات