امریکا کې د اسرئیلو سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي

امریکا کې د اسرئیلو سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي نړۍ
امریکا کې د اسرائیلو سفارت د دوو کارکوونکو وژل کېدل

اکسیوس ویب پاڼې د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د یهودانو موزیم ته څېرمه د اسرائیلو سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي دي.

واشنګټن کې د اسرائیلو سفارت ویاند اکسیوس ته ویلي، د دوی دوه کارکوونکي وروسته له هغې په ډزو ووژل شول، چې د یهودانو له یو غونډې څخه د وتلو په حال کې وو.

د ډي سي پولیسو مشر ویلي، چې برید ګر هم د پولیسو له لوري وژل شوی دی.

پولیسو تر اوسه د دې برید انګېزې په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر دې برید ته په غبرګون ویلي، متحده ایالاتو کې د نفرت او افراطیت لپاره ځای نشته او دا پېښه یې د افسوس وړ ښودلې ده.

تړلي موضوعات