د ایرلنډ لومړی وزیر: هغه څه چې غزه کې کیږي انساني کرامت ته سپکاوی دی

د ایرلنډ لومړی وزیر: هغه څه چې غزه کې کیږي انساني کرامت ته سپکاوی دی نړۍ
د ایرلنډ لومړی وزیر مایکل مارتین

د ایرلند لومړي وزیر مایکل مارتین دغه څرګندونې د غزې حالاتو په اړه د پارلمان غونډه کې کړې دي.

الجزیرې د مارتین له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، هغه څه چې غزه کې د اسرائیلو او هغوی ملاتړو له لوري روان دي د انساني کرامت سپکاوی دی او دوی به په دې اړه چپه خوله پاتې نه شي.

نوموړي د اسرئیلو له لوري غزې ته د بشري مرستو رسولو کې خنډونه جوړول له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

نوموړي داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې تر اوسه غزه کې د خوراکي توکو او درملو کمښت له کبله ۳۲۶ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی.

تړلي موضوعات