تېره میاشت ۱۸۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

تېره میاشت ۱۸۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي سوداګرۍ او اقتصاد
انځور حریت راډیو

د مالیې وزارت نفتي توکو کیفیت او څارنې ریاست روان ۱۴۰۴ کال غویي میاشت کې د هېواد له یو شمېر ګمرکونو  ۱۸۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد کړي.

مالیې وزارت ویلي، د مسترد شویو توکو ۸ټانکره پټرول له حیرتان ګمرک، ۱۱۵ ټانکره ډیزل او ۴ ټانکره پټرول له نیمروز ګمرک، ۵۵ ټانکره ډیزل له فراه ګمرک، یو ټانکر ډیز او یو ټانکر مایع ګاز تورغونډۍ ګمرک مستر شوي دي.

یاد وزارت د دې اقدام موخه د معیاري نفتي توکو واردول او د بې کیفیته هغو مخنیوی یاد کړی.

مالیې وزارت ډاډ ورکړی، چې د هېوادوالو روغتیا ساتنې لپاره هېواد ته د بې کیفیته وارداتو مخنیوي په موخه د یاد وزاترت څارونکي ټیمونه په دوامداره ډول له وارداتي توکو جدي څارنه کوي.

تړلي موضوعات