خوست کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ پروژې بشپړې شوې

خوست کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت ۶ پروژې بشپړې شوې بیارغونه او پراختیا

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په خوست ولایت کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږو اوبه ییزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دغو پروژو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي، د یادو پروژو پلي کېدل د هېواد د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په لور یو ارزښتناک ګام دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته، اوس په جدي ډول د هېواد د پرمختګ او ابادۍ هڅې کوي.

په دې پروژو کې کوچني ذخیروي بندونه، د سیندونو د غاړو تحکیمات، د اوبه لګولو کانالونه، چک ډېمونه او کاریزونه شامل دي، چې له ګټو څخه به یې زرګونه کورنۍ برخمنې شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد وزارت تېره ورځ د لغمان د بدیع الاباد کانال چارو د نږدې بشپړېدو او د لوګر د خروار بند د حفظ او مراقبت پروژې د لومړي فاز چارو بشپړېدو خبر هم ورکړی و.
#حریت_راډيو

تړلي موضوعات