ایران: که اسرائیل پرې برید وکړي ځواب یې ویجاړونکی او پرېکنده دی

ایران: که اسرائیل پرې برید وکړي ځواب یې ویجاړونکی او پرېکنده دی نړۍ
انځور ارشیف

ایران اسرائیلو او امریکا ته د دوی پر اټومي تاسیساتو د هر ډول برید پر وړاندې خبرداري کې ویلي، چې د هر ډول اقداماتو ځواب حتمي دی.

رویټرز خبري اژانس وايي، وروسته له هغې چې سي اېن اېن امریکايي ټلوېزیون د استخباراتي سرچینو له قوله راپور کې ویلي و، چې اسرائیل د ایران په اټومي تاسیساتو برید ته چمتوالی نیسي په مهال یې د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی ملګرو ملتونو ته استول شوي لیک کې ویلي، چې د صهیونېست رژیم له لوري د ایران هر ډول ګواښ پر وړاندې قاطع ځواب وايي.

عراقچي ویلي، د هر ډول برید په صورت کې به ایران واشنګتن ته د ګډون کوونکي په سترګه وګوري او زیاته کړې یې ده، چې د هر ډول ګواښ پر وړاندې به ایران د خپلو اټومي پروګرام د ساتنې لپاره داسې اقداماتو ته مخه کړي، چې د نړېوالې اټومي انرژۍ ادارې څارونکي به ډېر وروسته خبر شي.

که څه هم عراقچي د اټومي موادو د خوندیتوب په اړه د تهران اقدامات نه دي روښانه کړي، خو تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر یوه سالاکار د اپرېل په میاشت کې ویلي و، چې د اټومي تاسیساتو د ګواښ په صورت کې د نړېوالې اټومي انرژۍ ادارې سره همکاري بندوي او غني شوي مواد به خوندي او نامعلومو ځایونو ته انتقال کړي.

د اسرائیلو له لوري د ایران په اټومي تاسیساتو د احتمالي برید خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې تهران او واشنګټن د یوې موافقې لپاره د خبرو اترو څلور پړاوونه ترسره او پنځم پړاو نن جمعه په ايټالیا کې ترسره کیږي.

تړلي موضوعات