امریکا کې یوه الوتکه د پوځيانو په کور لوېدلې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې سن ډیګو ښار کې یوه سېسنا ۵۵۰ ماډل الوتکه په هغه کور لوېدلې چې د پوځیانو کورنۍ پکې اوسېدله.
رويټرز خبري اژانس وايي، پېښه پرون پنجشنبه د یاد ښار تیراسانتا سیمه کې رامنځته شوې ده چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
رسنۍ وايي، الوتکه د ناستې په لټه کې وه، چې د برېښنا له مزو سره ولګېده او تر لوېدو وروسته یې اور یې واخیست.
د پولیسو افسر انتوني کاراسکو ویلي، اته کسان په پېښه کې ټپیان شوي او دا مهال په روغتون کې دي.
سرچینو ویلي، په پېښه کې د موسیقۍ څانګې یو بنسټګر چې نوم یې ډېو شاپیرو یاد شوی ژوند له لاسه ورکړی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، د رامنځته شوې پېښې له امله ګڼ موټر او ودانۍ سوځېدلې دي او دغه پېښه یې د فلم صحنې ته ورته وېرونکې بللې.