غزې ته تر دې دمه ۱۰۷ لارۍ مرستې رسېدلي

غزې ته تر دې دمه ۱۰۷ لارۍ مرستې رسېدلي نړۍ
انځور ارشیف

د اسرائیلو پوځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، غزې تر دې دمه د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ډلو پورې اړوند ټولټال ۱۰۷ لارۍ مرستې رسېدلې دي.

اژانس زیاته کړې، په دغو مرستو کې اوړه، خواړه، طبي تجهیزات او درمل شامل دي.

په ورته مهال الجزیرې ټلوېزیون په تازه راپور کې ویلي، صهیونېست ځواکونو د غزې په ګڼو ځایونو کې نن جمعه بریدونه کړي او پکې د بشري مرستو په کارکونکو سربېره لسګونه کسان شهیدان شوي.

دغه راز په غزه کې د رسنیو مرکز وايي، د اسرائیلو په ننیو هوایي بریدونو کې د غزې په جبالیا سیمه کې ۵۰ تنه شهیدان او تر خاورو لاندې شوي.

غزه کې د روغتیا وزارت پرون ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې تر دې دمه ۱۷۶ زره فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له ډلې یې نږدې ۵۴ زره شهیدان او پاتې نور ټپیان دي.

تړلي موضوعات