روسیې او اوکرایین ۷۸۰ زندانیان خوشې کړي
رويټرز خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ استانبول کې د ترلاسه شوې هوکړې په چوکاټ کې دواړو لوریو ۷۸۰ زندانیان چې ۵۴۰ نظامیان او ۲۴۰ یې ملکیان دي خوشې کړي دي.
د بندیانو تبادله د هغې سترې هوکړې یوه برخه ده، چې ټاکل شوې دواړه هېوادونه به ۲ زره بندیان خوشې کوي.
بلخوا د امریکا ولسمشر ټرمپ د دې هوکړې هر کلی کړی نوموړي تروت ټولنیزه شبکه ویلي، «ایا دا به د یوې سترې پېښي لامل شي.»
دغه شمېر بندیان وروسته له هغې خوشې کیږي، چې اوکرایین یو ځل بیا د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د چمتووالي خبر ورکړی، خو روسیې تر اوسه دغه وړاندیز ته کوم روښانه ځواب نه دی ورکړی.