امریکا پر سوریې د بندیزونو کمولو بېړنۍ پرېکړه کړې
د امریکا مالیې وزارت خبر ورکړی، پر سوریې د بندیزونو کمولو لپاره یې د ولسمشر ټرمپ فرمان اجرا لپاره بېړنۍ پرېکړه کړې.
یاد وزارت ویلي، دغه پرېکړه قیصر قانون اجرا او پر سوریایي وګړو د فشار کمولو په موخه شوې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د قیصر قانون په اساس دغه معافیت به ۱۸۰ ورځې وي.
ویل کیږي دغه معافیت د سوریې وګړو ته د بشري مرستو رسولو برخو باندې اجرا شوی دی.