جرمني کې پر ۱۸ کسانو د چړو وارونه شوي
د المان بېلډ ورځپاڼې خبر ورکړی چې د جمعې په مازدیګر هامبورګ ښار د رېل ګاډي مرکزي تمځای کې یوې ښځې ۱۸ تنه په چړو وهلي دي.
سرچینې ویلي، د لسو کسانو ټپونه ژور وو او له دې ډلې د څلورو کسانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
پولیسو ویلي، بریدګره یوه ۳۹ کلنه المانۍ ښځه ده چې له کوم مزاحمت پرته یې ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.
تر اوسه د برید لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو پولیسو ویلي، چې د بریدګرې دوسیه به د څېړنو لپاره نن اړوندو ارګانو ته ور وسپاري.