د سالنګ لویې لارې پاتې برخو بیارغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لویې لارې پاتې برخو بیارغونې چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د سالنک لارې د پاتې برخې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، د سالنګ لویې لارې د پاتې برخو اساسي بیارغونې چارې یي پیل کړې دي.

یاد وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د کار ښه ترسره کېدو په موخه به د یادې لارې اصلي مسیر د وسایطو پرمخ تړل کیږي او مسافر وړونکي موټر کولی شي له چمتو شوې بدیلي فرعي لارې تګ راتګ وکړي.

حق شناس زیاته کړې، باروړونکو وسایطو ته به په نوبتي ډول د تېرېدو اجازه ورکول کیږي.

نوموړي له هېوادوالو غوښتي د دغې مهمي بنسټیزې پروژې د روان کال کاري پلان بشپړېدو پورې دي کاري ډلو سره مرسته وکړي.

د یادونې ده، چې د سالنګ لویې لارې څو برخې تېر کال د ټولګټو وزارت له لوري په اساسي ډول بیارغول شوې او اوس یې د پاتې برخو کارونه پیل شوي.

تړلي موضوعات