پر غزې د اټومي وسلو برید د اشغالګرو ملاتړو اصلي څېره په ډاګه کوي
حماس جهادي غورځنګ د امریکا کانګرس غړي رینډي فاین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، اټومي وسلو سره د غزې بمبارولو غوښتنه نسل وژني ته کمپاین او د انسانیت پر وړاندې ښکاره جرم دی.
حماس په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د فلسطین ولس پر وړاندې وحشیانه غږونه به د خپل حق په وړاندې د دوی هوډ او باور کمزوری نه کړي، بلکي د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو اصلي څېره په ډاګه کوي.
د امریکا کانګرس غړي رینډي فاین ویلي، غزه دې د جاپان هیروشیما او ناکاساکي په څېر په اټومي وسلو بمبار شي.
رینډي فاین داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې دا مهال غزه کې د اسرائیلو له لوري د بشریت د تاریخ تر ټولو ناوړه نسل وژنه روانه ده، خو نړۍ نه یوازې چې پرې چپ ده، بلکي د لا وحشت فرمایشونه ورکوي.