خوست کې کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو لپاره ۱۳۰۰ جرېبه ځمکه ځانګړې شوې
هېواد ته د بېرته راګرځېدلو کډوالو لپاره د ښارګوټو د جوړولو په دوام، په خوست ولایت کې هم د کډوالو لپاره د یو ښارګوټي د جوړولو په موخه ۱۳۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د خوست ولایت مقام ویاند مستغفر ګربز وایي، چې د دغې ځمکې د توپوګرافي سروې پای ته رسېدلې او ډېر ژر به د ښارګوټي د عملي جوړولو کار پیل شي.
اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو لخوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو له زیاتوالي سره سم، په بېلابېلو ولایتونو کې د لسګونو ښارګوټو د جوړولو اقدام کړی دی، چې د خوست په ولایت کې د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې ښارګوټی یې یوه بېلګه ده.