امريکا د برېښنا د توليد لپاره د ډبرو سکرو ته ورګرځي

امريکا د برېښنا د توليد لپاره د ډبرو سکرو ته ورګرځي نړۍ

د امريکا د چاپېريال ساتنې اداره په پام کې لري، چې د برېښنا په هغو فابريکو کې چې په سکرو او ګازو چلېږي، په تودوخه رامنځته کوونکو ګازاتو ايښودل شوي بنديزونه لغوه کړي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې نن شنبه له داخلي وثيقو نه په نقل دا خبر ورکړی دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم دې ادارې په خپل مطرح کړي پلان کې ويلي، چې کاربن دای اکسايد او تودوخه رامنځته کوونکي نور ګازونه چې په فوسېنګ سوند توکو له چلېدونکو برېښنايي فابريکو څخه راوځي «په لوړه کچه د هوا په ګواښونکې ککړتيا کې ونډه نه لري» او نه په اقليمي بدلون اغېز پرېباسي، ځکه دا د نړېوال اخراج يوه کوچنۍ او کمه برخه جوړوي.

راپور زياته کړې ده، چې له دې چارې د رامنځته کېدونکې ککړتيا په منعه کولو به په عامه روغتيا او ټولنيزه رفاه کوم د پام وړ اغېز پرې نه وځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډبرو سکاره د هوا په ککړتيا کې تر ټولو لوی لامل او د تودوخې رامنځته کولو کې تر ټولو ستر ونډه لرونکی بلل کېږي.

د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوی حکومت د تېلو، ګازو او کانونو د عملياتو د ملاتړ برخه کې پراخې هڅې کوي، چې د اقليمي بدلون د هڅو اړوند ټول فدرالي لګښتونه ودروي او د تودوخې رامنځته کوونکو ګازاتو د توليد اړوند هر ډول محدوديتونه له منځه يوسي.

تړلي موضوعات