پروان کې نن د ۱۷۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري نن شنبه د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷۵ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده ویلي:
(( زموږ هدف د هېواد په کلیوالي سیمو کې بنيادي کارونه کول او د دوامدارې پراختیا بنسټ اېښودل دي. دا پروژې به نه یوازې د عامو وګړو لپاره د کار زمینې برابرې کړي، بلکې د ټولنې پر اقتصادي وده باندې به هم مثبت اغېز ولري. ))
د کلیو د بیارغونې وزارت ویلي، چې په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.
یاده سرچینه زیاتوي، چې د دې پروژو د کار په جریان کې به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د نوي کال پیل سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه پروژې پیل شوې دي، چې عام خلک یې هرکلی کوي او ډېرې ګټورې یې بولي.