غزه کې تر ۷۰زره زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي
د خوړو نړېوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، غزه کې د خوړو سخت کمښت له کبله تر ۷۰ زرو زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
الجزیرې د یاد پروګرام له قوله راپور کې ویلي، د خوراکي توکو د مرستې لپاره له هر فرصت څخه ګټه پورته کوي، خو وایي، چې ورکړل شوي خواړه کافي نه دي.
د دوی په خبره، د قحطۍ مخنیوي او ژوند ژغورولو لپاره د مرستې چمتوکولو لپاره سمدستي، خوندي او غیر محدود لاسرسي ته اړتیا لري.
بلخوا رسنیو راپور ورکړی، چې غزې ته د چمتو شویو ۴۰۰ لاریو بشري مرستو له ډلې یې یوازي څو محدودو لاریو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې.
په ورته مهال غیر رسمي راپورونه کاږي، چې غزه کې د اشغالګرو له لوري د سختې لوږي تر حاکمېدو وروسته په شاوخوا یو میلیون فلسطیني وګړو کې د خوارځواکۍ نښې راښکاره شوې دي.