ګڼ اسرائیلیان د حکومتي سیاستونو پر ضد واټونه ته راوتلي
ګڼ اسرائیلیان په اشغال شوي فلسطین کې لاریون کړی او د بندیانو خوشې کېدو په موخه یې له حکومت غوښتي چې د خبرو مېز ته ور وګرځي.
وروسته له هغې چې غزه کې یو ځل بیا د صهیونېست رژیم له لوري عملیات پراخ شول اسرائیلو کې د بندیانو کورنیو ویلي، چې دې جګړې د بندیانو خوشې کېدو پروسه له ګواښ سره مخ کړې.
الجزیرې انګلیسې څانګې لیکلي، پرون شنبه ګڼ شمېر لاریون کوونکي په تل ابیب، بیت المقدس او ګڼو نور ځایونو کې واټونو ته راوتلي او اسرائیلي حکومت یې تورن کړی، چې د بندیانو خوشې کېدو په پرتله جګړې ته لومړیتوب ورکوي.
سرچینه وایي، د بندیانو کورنیو یوه بیانیه خپره کړې او له پرېکړه کوونکو یې غوښتي چې د خبرو اترو مېز ته ور وګرځي.
راپور کې د لاریون کوونکو په حواله راغلي، غزه کې د بریدونو شدت به یوازې پاتې بندیان ووژني.