د اشغالګرو وحشت؛ د یوې ډاګټرې ۹ ماشومان یې شهیدان کړي

د اشغالګرو وحشت؛ د یوې ډاګټرې ۹ ماشومان یې شهیدان کړي نړۍ
غزه کې د اشغالګرو له لوري د یوې ډاکټر ماشومان په نښه شوي

د غزې رسنیو مرکز خبر ورکړی، چې اشغالګر اسرائیلو پوځیانو د غزې تړانګې خان یونس ښار کې د یوې ډاکټرې په کور برید کې ۹ ماشومان یې ور شهیدان کړي دي.

د یاد مرکز د خبر له مخې دې پېښه کې د ډاکټرې خاوند او یو بل زوی ټپیان شوي دي.

ها خوا د غزې رسنیو مرکز په یو بل خبر کې ویلي، چې نن له سهار راهیسي د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د خوړو نړېوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، چې غزه کې د خوړو سخت کمښت له کبله تر ۷۰ زرو زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

تړلي موضوعات