د پوتین په الوتکې د اوکرایین ناکامه بریدونه شوي

د پوتین په الوتکې د اوکرایین ناکامه بریدونه شوي نړۍ
د پوتین په الوتکې د اوکرایین بریدونه شنډ شوي

د روسیې پوځ تېره ورځ خبر ورکړی، چې کورسک ته د ولسمشر پوتین د سفر پر مهال د نوموړي په الوتکه د اوکرایین له لوري د بې پیلوټه الوتکو پراخ بردونه شوي.

تاس خبري اژانس د روسیې پوځي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د کورسک په سیمه د پوتین پرواز پر مهال دغو بریدونو نور هم شدت وموند.

تاس ویلي، دغه بریدونه د روسي ځواکونو له لوري په بریالیتوب شنډ شوي او د ولسمشر امنیت په بشپړ ډول ټینګ شوی دی.

د یادونې ده، چې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د ۲۰۲۵ کال اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې کورسک یې په بشپړ ډول له اوکراییني پوځیانو نیولی او کنټرول یې د روسیې لاس کې ده.

دا لومړی ځل دی چې د کورسک تر کنټرول وروسته د روسیې ولسمشر هلته سفر کوي.

تړلي موضوعات