اروپايي چارواکي: د غزې په اړه خاموشي قتل عام سره مرسته ده

اروپايي چارواکي: د غزې په اړه خاموشي قتل عام سره مرسته ده نړۍ
غزه د جګړې په لمن کې

فرانس ۲۴ رسنۍ د راپور په بنسټ، هسپانیې غزه کې د وروستي وضعیت د بدلون په موخه پرون یکشنبه د دې هېواد پلازمېنه مادرید کې عربي او اروپايي هېوادونو چارواکي رابللي وو.

رسنیو ویلي، د غونډې په مهال د ګڼو هېوادونو چارواکو غزه کې د اسرائیلو له خوا غیر انساني جګړې پای او غزې تړانګې ته بشري مرستو په ور پرېښودو ټینګار کړی دی.

تر همدې ناستې وړاندې د هسپانیې بهرنیو چارو وزیر مانوئل البارس له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، مادرید کې د مذاکراتو موخه غزه کې د اسرائیلو غیر انساني او بې معنا جګړې درول دي.

راپور کې راغلي، البارس د غونډې په مهال په نړېوالې ټولنې غږ کړی، چې غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره پر اسرائیلو بندیزونه ولګوي.

نوموړي د غزې تړانګې وضعیت د خلاص ټپ په ډول یاد کړی او زیاته کړې ده، چې په داسې وضعیت کې چوپ والی په قتل عام کې مرسته کول دي.

د مادرید ترسره شوې غونډه کې د ۲۰ هېوادونو چارواکو او د نړېوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و چې موخه یې غزه کې د سولې ټینګول دي.

تړلي موضوعات