ډونالډ ټرمپ: د زیلنسکي خوله باید نوره وتړل شي، خبرې یې ستونزې زېږوي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه په تروت سوشیال لیکلي، د زیلنسکي له خولې چې هره خبره راوځي نوې ستونزې زېږوي، چې باید خوله یې وتړل شي.
ټرمپ ویلي، د زیلنسکي خبرې یې نه خوشیږي ښه به دا وي چې خوله بنده کړي.
ټرمپ همداراز د پوتین شخصیت هم ننګولی او هغه یې بشپړ لیونی ګڼلی، د ټرمپ په خبره پوتین له کوم دلیل پرته زیات کسان وژني.
ټرمپ ویلي، پوټین د اوکرایین په یوه برخه نه، بلکې پر ټوله خاوره یې ولکه غواړي چې په خبره یې دا پخپله د روسیې د سقوط لامل کېدای شي.
دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې وروستیو څو ورځو کې روسیې پر اوکرایین د بې پیلوټه او توغندیو بریدونه زیاته کړې، چې د روسیې دې اقدام پراخ غبرګونونه هم راپارولي دي.