وسلوال برید کې ۱۱ امریکایان ټپیان شوي
امریکايي چارواکو تایید کړې، چې د امریکا جنوبي کارولینا ایالت کې وسلوال برید شوی او ۱۱ تنه ټپیان دي.
پر امریکایانو وسلوال برید تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د یاد ایالت ساحلي ښارګوټي لیټل ریور کې شوی.
پولیسو اسوشتېد پرېس خبري اژانس ته د بریدګر او ډزو په اړه څه نه دي ویلي، د دوی په خبره ټپیان په شخصي موټرو کې روغتونونو ته لېږدول شوي.
هېره دې نه وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا په ګڼو ایالتونو کې وسلوالې پېښې زیاتې شوې او مېشت امریکایان امنیتي وضعیت ته د نه پاملرنې له کبله په چارواکو نیوکې کوي.