د بهرنیو چارو وزیر: افغان حکومت خپلو ټولو اقتصادي شریکانو سره برابرۍ ته ژمن دی
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین سېچوان ولایت ۲۰م نړېوال اقتصادي او سوداګریز فورم ګډونوالو ته په خپلې وینا کې ویلي، افغان حکومت له خپلو ټولو اقتصادي شریکانو سره برابرۍ ته ژمن دی او د روڼتیا پر بنسټ تعامل ته دوام ورکوي.
مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانستان د ثبات، امنیت او خپلواکۍ فصل پیل کړی او افغان ملت نورو هېوادنو سره د اقتصادي همکاریو له لارې غواړي د هېواد امنیت، سوکالي او پرمختګ وساتي.
ښاغلي متقي د چین نړېوال نندارتون د افغانستان او چین ترمنځ د ګډو فرصتونو لپاره ګټور یاد کړی.
نوموړي چین د افغانستان ښه اقتصادي شریک او د ټکنالوجۍ، کرنې او بنسټیزو پروژو کې د چین رول مهم یاد کړی د متقي په خبره، هڅه کوي دغو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تلپاتي همکارۍ ته لار برابره کړي.
ښاغلي وزیر د افغانستان جغرافیایي موقعیت، طبیعي سرچینو، ځوان نفوس او کرنیزو تولیداتو ته په اشارې ویلي، افغانستان کولی شي په سیمه کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ په څلور لارې بدل شي.