د چین نړېوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازي کابل ته راځي

د چین نړېوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازي کابل ته راځي سوداګرۍ او اقتصاد
د چین نړېوالې سوداګرۍ و ودې شورا مرستیال سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال کتنه

د چین نړېوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال چین جیانان د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد سره کتنه کې ویلي، د چین نړېوالې سوداګرۍ د ودې شورا د دولت او د دولتي تصدیو ترمنځ د پل رول لري چې کورني او بهرني شرکتونه د چین له سوداګریزو فرصتونو سره نښلوي.

جیانان ویلي، دوی غواړي افغانستان سره هم اړیکې لا ژورې او پراخې کړي.

بلخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، افغانستان غواړي د چین له پرمختللو تجربو د صنعت، سوداګرۍ، پانګونې او بنسټیزو پروژو برخو کې ګټه ترلاسه کړي.

دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان امارتي شرکتونو او د چین نړېوالې سوداګرۍ د ودې شورا ترمنځ د مستقیمو اړیکو ټینګولو هوکړه کړې.

په ورته مهال د چین د نړېوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ډاډ ورکړی چې د یادي شورا استازي به د نږدې همکارۍ په موخه کابل ته سفر وکړي.

تړلي موضوعات